سیمه ییز خبرونه
ایران د ۱۲ورځنۍ جګړې د غرامت غوښتنه وکړه
نوموړي زیاته کړې: اوس باید امریکا ووایي، چې ولې یې په روانو خبرو کې پر ایران برید وکړ؟
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي فایننشل ټایمز ته ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو لار ډېره تنګه شوې او امریکا باید د خبرو له بیا پیلېدا مخکې ایران ته د غرامت ورکول ومني.
نوموړي زیاته کړې: اوس باید امریکا ووایي، چې ولې یې په روانو خبرو کې پر ایران برید وکړ؟
عراقچي د ډاډ غوښتنه کړې، چې په راتلونکي کې به دا کار نه تکراروي او مونږ ته باید د رسېدلو زیانونو غرامت راکړ شي.»
د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي تېره اوونۍ ویلي وه، چې واشنګټن له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز د امریکا د خزانې وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ایران پر ۱۱۵ ملګرو، ادارو او کښتیو نوي بندیزونه ولګول.
