نړۍ

ایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

Published

on

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې، چې ایران د هغه د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه؛ خو د دې ادعا د وخت څرنګوالي او د دغه پلان د پلي کېدا د کچې په اړه یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

هغه ویلي:« ایران هڅه وکړه، چې زما یو زوی ووژني؛ له همدې کبله د امنیت ټینګول تجمل نه‌دی.»

د اسرائیلو لومړي وزیر څرګنده کړې نه‌ده، چې د هغه کوم زوی پر نښه شوی و؛ دا پېښه څه وخت شوې او د ایران ادعا شوی پلان تر کومې کچې پلي کېدا ته نږدې شوی و.

یائیر د نتانیاهو مشر زوی د امریکا په میامي ښار کې ژوند کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغې ادعا په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه‌و ورکړی.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

نتانیاهو همداراز ویلي، چې د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې مشر ډیویډ زیني ته یې امر کړی، چې د لومړي وزیرۍ ټولو نوماندانو ته د هغوی د اړتیا وړ امنیتي تدابیر برابر کړي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ګادي آیزنکوت، چې د نتانیاهو له سیاسي سیالانو څخه دی؛ یوه هغه څېره ده، چې د اوکټوبر اووه‌ویشتمې ټاکنو ته په درشل کې یې د امنیت ټینګولو موضوع مطرح شوې ده.

Trending

Exit mobile version