تازه خبرونه
ایران غواړي د افغانستان له لارې له چین سره ونښلول شي – ملابرادر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته د خپل سفر پر مهال تېره ورځ د یاد هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحيدي سره وکتل.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: دغه لیدنه ، چې د ایران په کورنیو چارو وزارت کې ترسره شوې؛ ملا عبدالغني برادر د خپل مل پلاوي پر استازیتوب د ایران له همکاریو مننه وکړه او وایي؛ نن ښه فرصت برابر شوی، چې دواړه دوست هېوادونه په اقتصادي او امنیتي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، ځکه یو باثباته او پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
د دغه لیدنې پر مهال د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو سپکو جرمونو پر تور نیول شوي افغان بندیان خوشي او نور افغان حکومت ته وسپاري. دغه بندیان به د بند پاتې وخت د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره هڅه کوي، چې افغانان په خپل هېواد کې با عزته ژوند ولري او د خپلو هیوادوالو د خدمت جوګه شي.
دغه راز ملا برادر له مخدره توکو سره مبارزه د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب وباله او وایي، چې اوسمهال په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق صفر ته راټیټ شوی دی.
همدارنګه د دغه لیدنې پر مهال د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحيدي افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دا ډاډ هم څرګند کړ؛ نن تر ټولو ښه فرصت برابر شوی، چې ایران او افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې له شته فرصتونو په ښه توګه ګټه پورته کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ایران کې د افغان کډوالو میشت کېدل د ایران لپاره یو ښه کاري فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د افغان کډوالو د نور ښه انسجام او د هغو ستونزو ته د رسېدو لپاره به د دواړو هېوادونو له لوري یو مشترکه کمیته جوړه شي.
وحيدي د خپلو خبرو په پر مهال ویلي؛د سرحداتو پیاوړتیا،د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ بازار، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د سرحدي پوستو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا او په سرحدي سیمو کې د دواړو هېوادونو د وګړیو د ژوند ښهوالی د ایران لومړیتوب دی.
دغه راز نوموړي له چابهار څخه تر نیمروز، هلمند او کندهار پورې د اوسپنېپټلۍ پر جوړېدو، افغان محصلینو ته د زدهکړو د ښه فرصت پر ایجاد، د افغانستان له لارې له چین سره د ایران او د افغانستان له لارې ازبکستان د ایران په واسطه له عمان بحيرې سره نښلول هغه موضوعات ول، چې په دغه غونډه کې پرې بحث وشو.
ویل کیږي، چې ایراني لوري د افغانستان له لارې له چین سره پر نښلېدا ټینګار وکړ او دواړو لوریو پرې د کار ګړندي کولو ډاډ څرګند کړ.
همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ایران کې د ایراني چارواکو سره د لیدنې په لړ کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره هم لیدلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو د مدیریت، په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکاریو، پانګونې، د اوبولګولو له پرمختللیو سیستمونو څخه استفادې او له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګډو همکاریو زیاتوالي بحث او خبرې کړې دي.