سوداگري
ایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنېپټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنېپټلۍ سره ونښلول شي.
د ایران سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ټرانسافغان دهلیز په تخصصي غونډه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ دې له هرات څخه د ازبکستان ترمذ پولې پورې وغځول شي.
میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنېپټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنېپټلۍ سره ونښلول شي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ د دې لارې پراختیا کولی شي د توکو د لېږد او د سیمې د هېوادونو لهخوا آزادو اوبو ته د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې وړاندیز کړی، چې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین د دهلیز پر لاره پرتو هېوادونو استازي دې د اقتصادي همکاریو ټولنې( اکو) په چوکاټ کې ژر تر ژره غونډه وکړي، چې د دې طرحې د عملي پلي کېدا لارې چارې مشخصې شي.
فرزانه صادق د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د چابهار بندر ټرانزیټي هوکړې ته پر نغوته ویلي، چې دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه نړیوالو بازارونو ته د توکو د لېږد د پراختیا وړتیا لري.
هغې د سرخس او رازي له لارې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ له ترکیې او اروپا سره نښلول او د سرخس او جلفا له لارې قفقاز او تورې بحیرې ته لاسرسی هم په سیمهییز لېږد رالېږد کې د عملي کېدا وړ طرحې بللې دي.
دغه راز د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدا لپاره د پام وړ وړتیاوې لري او د اوسپنېپټلۍ د پراختیا او ټرانزیټي آسانتیاوو په برخه کې د ایران په ګډون د ټولو هېوادونو له پانګونې هرکلی کوي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې افغانستان د اوسپنېپټلۍ د پراختیا او د ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ټرانسافغان دهلیز په غونډه کې، چې په آستانه کې جوړه شوې وه؛ د ایران، اوزبکستان، پاکستان او قزاقستان د ټرانسپورټ وزیرانو او د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس ګډون کړی و.