تازه خبرونه

ایران له افغانستان سره د ستراتیژیکې ملګرتیا هڅه کوي – قُمي

Published

on

د افغانستان لپاره د ايران سفير او ځانګړى استازى حسن کاظمي قمي وايي؛ هېواد يې هڅه کوي، چې له افغانستان سره ستراتيژيکه ملګرتیا ولري.

هغه د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د ډیپلوماسۍ په اړه په یوه غونډه کې ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي. دا د امریکایانو پلان دی، چې د ایران او طالبانو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

دغه ایراني ډیپلوماټ زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو او د بېخبناوو نښلول به د دواړو هېوادونو د ګټو د همغږۍ لپاره تر ټولو ښه کار وي.

د قُمي د څرګندونو له مخې؛ هرڅومره، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خرابیږي هومره به افغانان ایران ته مهاجر کیږي.

د ایران مهر خبری اژانس د ایران او افغانستان اړیکو ته په نغوته کې ویلي؛ تهران پرته له دې، چې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژني ترې امیتاز ترلاسه کوي.

په راپور کې راغلي، چې ایران له کابل سره خپلې سیاسي او مهمې اقتصادي اړیکې ساتلي او د ۱۴۰۲ کال په لومړیو اووه میاشتو کې یې افغانستان ته د صادراتو ارزښت ۹۷۵ میلیون ډالره او په دې موده کې له افغانستان څخه د ایران واردات شاوخوا ۱۶ میلیون ډالره ول.

که څه هم د ایران او افغانستان اړیکې د ځینو مسایلو لکه د هلمند د سیند پر اوبو د لانجې له کبله کله نا کله د اظهاراتو تر بریده خړې پړې شوي؛ خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي.

Trending

Exit mobile version