تازه خبرونه
ایران له افغانستان سره د سوداګریزو آسانتیاوو لپاره د تګ راتګ نوې سرحدي لار جوړوي
د ایران رسنیو په ډاګه کړې، چې دا هېواد له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې د تګ راتګ یوه نوې سرحدي لار جوړوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته آسانتیاوې رامنځته شي.
د ایران ملي خبري آژانس ایرنا څرګنده کړې، چې دغه نوې سرحدي لار به د خراسان رضوي ولایت د افغانستان له هرات سره ونښلوي.
ایرنا خبري سرچینې د خراسان رضوي ولایت د مرستیال والي علي رسوليان د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د شامتیق نوې لار د خواف – هرات نومې اوسپنیزې کرښې تر څنګ افغانستان ته غزیږي.
رسوليان زیاته کړې، چې د ایران اقتصادي کمیسیون اوسمهال د پولې د نوې غزېدلې پروژې ارزونه کوي؛ خو یو ځل، چې دا کار بشپړ شي بیا به دواړو هېوادونو ته ډېره اقتصادي ګټې ورسوي.
هغه دا هم ویلي، چې دغه اوسپنیزه کرښه به نه یوازې د توکو ترانزیت لګښتونه راکم کړي، بلکې د هغو توکو لیږد به هم آسانه کړي، چې اوس یې لیږد په لاریو کې هرات ته نږدې د دولغارون بندر له لارې تر سره کیږي.