تازه خبرونه
ایران له افغانستان سره د ۳۵ کیلومټره پولې د تړلو چارې بشپړې کړې
ایراني رسنیو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پر شلمه ) د دغه هېواد په سویل ختیځ کې ځمکني پوځ د قومندان امیر غلامعلیان د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ۳۵ کیلومټره پر اوږدوالي د دیوال جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د ایران پوځي چارواکو له افغانستان سره د دغه هېواد د ختیځې پولې د ۳۵ کیلومټره پولې له تړلو خبر ورکړی دی.
ایراني رسنیو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پر شلمه ) د دغه هېواد په سویل ختیځ کې ځمکني پوځ د قومندان امیر غلامعلیان د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ۳۵ کیلومټره پر اوږدوالي د دیوال جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي ویلي؛ دې کار پر پوله د افغانانو تګراتګ کم کړی دی.
غلامعلیان وایي: « په ټولو هغو نقطو کې، چې له افغانستان سره پرې کوم اختلاف نشته؛ کار یې ښه سرته رسطدلی دی .»
د راپورونو پر بنسټ، د پولې تړلو طرحې له پېل مخکې د افغانانو تګراتګ ډېر و؛ خو اوس دا شمېر نیمايي ته راکښته شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې طرحې له بشپړېدو سره به د افغانستان او ایران د ختیځو پولو ترمنځ امنیت ټینګ شي او نور به ډلې او ناقانونه کډوال ونشي کړی، چې ایران ته راواوړي.
ویل کیږي، چې ایران له دې مخکې خبر ورکړی و، چې له پاکستان او افغانستان سره د دغه هېواد د «پولو تړلو طرحه» د پلي کېدو په حال کې ده.
