تازه خبرونه

ایران له امریکا سره د کړکېچ له کبله د افغانانو د خبرو په پرانسته کې ګډون ندی کړی- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله څرګنده کړې، چې ایران له امریکا سره د کړکېچونو له کبله د افغانانو د خپلمنځي خبرو  خبرو په پرانسته کې ګډون ونکړ.

عبدالله عبدالله له امریکا غږ سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ ایران ته بلنه ورکړشوې وه … ځینې وختونه د دوی اړیکې له امریکا سره، چې له ناندرو ډکې دي؛ په کنفرانس کې د نه ګډون په اړه د دوی پرېکړه اغېزمنوي.

عبدالله ټینګار کړی؛ سره له دې، چې ایران په مراسمو کې ګډون ونکړ؛ خو د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې تهران په افغانستان کې “مشروع اندېښنې” او “مشروع ګټې” لري.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره د ایران اړیکې د سولې د هڅو لپاره ګټورې کیدلی شي.

تېره اوونۍ په واشنګتن کې د امریکا د سولې انستیتیوت یوې څېړنیزې ډلې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیززاد ویلي، چې د امریکا او ایران اړیکې د افغانستان د سولې په پروسه کې د دغه هېواد همکارۍ خنډولی شي.

زلمی خلیلزاد څرګنده کړې: ایران غواړي، چې مونږ له ګټلو یا بایللو پرته په جګړه کې ښکېل کړي؛ خو تر هغه وخته به لوړه بیه پرې کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ تړون لاسلیک شوی نه وي.

ایران دا تورونه رد کړي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي په افغانستان کې د امریکا موخې تر پوښتنې لاندې راوستي او وایي: مونږ باور لرو، چې په سیمه کې د امریکا شتون خطرناک دی او په سیمه کې به ډېر اختلافات  رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version