تازه خبرونه

ایران له امریکا وغوښتل، چې برجام ومني

Published

on

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا له ولسمشر جوبایډن، چې نن (چهارشنبه د سلواغې لومړۍ) به د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړي؛ وغوښتل، چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال اټومي تړون (برجام) ته راوګرزي او لګول شوي بندیزونه دې هم لرې کړي.

رویټرز څرګنده کړې، چې ښاغلي بایډن ویلي، چې که تهران خپلې ژمنې پلې کړي؛ امریکا به برجام ته راوګرزي.

حسن روحاني نن د کابینې غونډې ته څرګنده کړې؛ پنډوسکه(توپ) د امریکا او واشنګټن په ډګر کې دی، چې راوګرزي او خپلې ژمنې پلې کړي. مونږ به هم د دې تړون له مخې خپلو کړیو ژمنو ته په بشپړ ډول درناوی وکړو.

حسن روحاني زیاته کړې: نن مونږ په تمه یو، چې د امریکا حکومت د ایران اټومي هوکړې ته راستون او ځان ژمن کړي. که امکان ولري؛ نو که کولی شي په راتلونکیو څلور کلونو کې دې د تېرو څلور کلونو ټول توپیریز چلندونه له منځه یوسي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ ناندرې په  ۲۰۱۸ کال کې هغه وخت پراخه شوې، چې د انریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او د نړۍد شپږ ځواکونو ترمنځ له هغه تړون څخه ووت، چې غوښتل یې د تهران اټومي پروګرام محدود کړي او د اټومي وسلو د پراختیا مخه یې ونیسي.

واشنګټن ی هغه بندیزونه ولګول، چې د ایران اقتصاد یې ګډوډ کړ.

Trending

Exit mobile version