سیمه ییز خبرونه

ایران له روسیې څخه سوخوی-۳۵ جیټ الوتکې واخیستې

رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې اتمه) راپور ورکړ، چې دې ادعا له ایران سره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې پوځي همکارۍ په اړه د لویدیځ اندېښنې رامنځته کړې دي.

Published

on

د ایران سپاه پاسدران یوه لوړ پوړی قومندان او د خاتم الانبیاء مرکزي قومندانۍ همغږي کوونکي مرستیال علي شادماني اعلان کړی، چې تهران له مسکو څخه سوخوی-۳۵ جنګي الوتکې پېرودلې دي.

رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې اتمه) راپور ورکړ، چې دې ادعا له ایران سره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې پوځي همکارۍ په اړه د لویدیځ اندېښنې رامنځته کړې دي.

علي شادماني ویلي، چې ایران هڅه کوي خپل هوايي او ځمکني ځواکونه پیاوړي کړي.

هغه زیاته کړې، چې ایران  له خپلو اړتیاوو سره سم پوځي تجهیزات اخلي.

دغه ایراني پوځي چارواکي یادونه کړې؛ اسلامي جمهوریت اړتیا لري، چې خپلې پوځي وړتیاوې پراخې کړي؛ خو دا اوس څرګنده نده، چې آیا دا جنګي جیت الوتکې ایران ته سپارل شوي که نه.

تېر کال، ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې د تهران او مسکو ترمنځ د دې جټ الوتکو د پېرلو تړون وروستی شوی دی.

دغه لوړ پوړي چارواکي د اسرائیلو پوځ ته خبرداری ورکړی، چې که تېروتنه وکړي؛ نو په تل‌ابیب کې به هیڅ سیمه خوندي نه‌وي.

داسې انګیرل کیږي، چې د ټرمپ له بیا واکمنېدو سره به پر ایران فشارونه ډېر شي.

Trending

Exit mobile version