بی بی سی پښتو

ایران هڅه کوله بندي استرالیایۍ ‘د جاسوسۍ لپاره وکاروي’

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۹)
AFP
هغې د خپل انفرادي حبس پرمهال د رواني ربړونې خبره کړې چې وايي، “ربړونو یې انسان بیخي لېونی کاوه، انسان ته یې سخت زیان رساوه”.

یوې بریتانیايۍ- استرالیايۍ څېړونکې – چې په ایران کې د جاسوسۍ په جرم زنداني شوې وه، ویلي، ایراني چارواکو د هغې د بند په موده کې هڅه وکړه چې له دې څخه په جاسوسي چارو کې ګټه واخلي.

کایلي مور – ګیلبرټ اوه میاشتې د ایران زندان کې وه چې وايي “رواني ځور” یې لیدلی دی.

اغلې ګلیبرټ د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کې ایران کې ونیول او په ۱۰ کلونو بند محکومه شوه.

خو هغه په تېره نومبر میاشت کې د بندیانو تبادله کې خوشې شوه. دا د هغو درېیو ایرانیانو په بدل کې خوشې شوه، چې ۸ کاله مخکې پر اسراییلي هدفونو د نابریالیو بمي بریدونو په تور نیول شوي وو او له تایلنډ سره بندیان وو.

اغلې مور-کلیبرټ له (سکای نیوز) سره په مرکه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران کسانو څو ځله هغې ته وړاندیز کړی چې د جاسوسۍ په بدل کې هغه خوشې کړي.

دا وايي: “پوهېدم چې په دې دلیل چې زما د خوشې کېدو لپاره یې له استرالیا سره جدي مذاکرات نه دي پیل کړي، غوښتل یې له ما ګټه واخلي، دوی غوښتل د یوې جاسوسې په توګه د دوی لپاره کار وکړم”.

هغې د خپل انفرادي حبس پرمهال د رواني ربړونې خبره کړې چې وايي، “ربړونو یې انسان بیخي لېونی کاوه، انسان ته یې سخت زیان رساوه”.

“په انفرادي حبس کې رواني ټکان هغه څه وو چې د بدني درد لامل ګرځېده. دوه په دوه متره خونه کې چې تلوېزیون یې هم نه درلود”.

دا وايي: “داسې مې وپتېله چې دا وضعیت به وګالم، خو ځان به ووژنم، خو هېڅکله مې د ځانوژنې هڅه ونه کړه”.

هغې چې په لومړي ځل په ډاګه وینا کوله، وویل د تېښتې په هڅه کې هم نه وه، ځکه چې تمبوزک لرونکي کسان وو، په فارسي نه غږېدل، نو که بېرته نیول شوې وای ښايي لا نور ‌ځور یې لیدلی وای.

اغلې مور – ګیلبرټ چې د منځني ختیځ په اړه یې څېړنه تدریسوله، څو ځلې پر هغې لګول شوي تورونه رد کړي دي.

هغه په ۲۰۱۸ کال په استرالیايي پاسپورټ په ایران کې یوه کنفرانس ته ورغلې وه، چې د تهران له هوايي ډګره د وتلو پرمهال ونیول شوه.

ایران تر ډېره هغه بهرني وګړي، او هغه چې د ایران او یوه بل هېواد تابعیتونه لري، نیولي او د جاسوسۍ تور یې پرې لګولی.

د نازنین زاغري په نامه یوه ایران الاصله بریتانیایۍ هم په ۲۰۱۶ کال د جاسوسۍ په تور ونیول شوه.

د روانې اونۍ پیل کې په کور کې د هغې د توقیف موده پوره شوه، خو پر وړاندې یې یوه بله دوسیه پرانیستل شوې چې ښايي راتلونکې یکشنبه یې محکمې ته وروغواړي.

Trending

Exit mobile version