نړۍ
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د ایران د مرکزي ښار اصفهان په یوه پوځي فابریکه کې د بې پیلوته الوتکې د ناکام برید له کبله یوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې یوه بې پیلوته الوتکه د دافع هوا لخوا ووېشتل شوه او دوه نور بریدونه او چاودنې شنډې شوې. له نېکه مرغه، دغه ناکام برید کوم ځاني زیان ندی اړولی؛ خو د ورکشاپ چت ته یې لږ زیان اړولی دی.
رویترز د راپور له مخې؛ ایراني خبري آژانسونو د لویې چاودنې راپور ورکړی او یوه ویدیو یې خپره کړې، چې په فابریکه کې د اور لمبې ښیي، چې ویل کیږي د مهماتو فابریکه وه او د بېړنيو او له کارخونې بهر د اور وژنې د موترو انځورونه ښیي.
د جولای په میاشت کې ایران ویلي وه، چې دوی د ورانکارو وسلوالو کردانو یوه ډله نیولې، چې غواړي په اصفهان کې د اسرائیلو لپاره د “حساس” دفاعي صنعت مرکز ته چاودنه ورکړي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دغه برید زمونږ پر تاسیساتو او ماموریت اغېز ندی کړی او دا ډول ړانده اقدامات به د هېواد د پرمختګ پر دوام هم اغېز ونلري.
رویترز راپور ورکړی چې په تېرو څو کلونو کې د ایران د پوځي، اټومي او صنعتي تاسیساتو په شاوخوا کې یو شمېر چاودنې شوې دي.
اسرائیل له اوږدې مودې راپدیخوا ګواښ کړی، چې که د واشنګتن او تهران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون په ژغورلو کې ناکامې شي؛ د ایران پر ضد به پوځي اقدام وکړي.
دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې د تهران د اتومي پروګرام پر سر له پخواني دښمن اسرائیلو سره کړکېچ روان دی او اسرائیلو ويلي؛ ایران د اتومي وسلو د جوړولو په لټه کې دی؛ خو تهران دا خبره ردوي.