سیمه ییز خبرونه

ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۴۰۳)

ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې پر اسرائیلي خاوره چاودېدونکي ډرون او  توغندي وتوغول، چې ورسره د پراخې سیمه‌ییزې شخړې ګواښ نور هم ډېر شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ له دې برید وروسته په اسرائیلو کې د خطر زنګونه وغږول شول او خبریالانو د زورورو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل، چې سیمه ییزې‌رسنۍ یې د بې پیلوټه الوتکو هوايي بریدونه بولي.

اسرائیلي چارواکو ويلي، یوه اووه کلنه نجلۍ سخته ټپي شوې ده.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي؛ ایران پر اسرائیلو لسګونه توغندي له ځمکې څخه ځمکې ته توغولي، چې ډېری یې د اسرائیلو له پولو بهر شنډ شوي دي.

هغه زیاته کړې، په دوی کې له لس څخه ډېر کروز توغندي دي.

هاګاري ویلي؛ تر اوسه له ۲۰۰ ډېرې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې او توغندي ویشتل شوي او د اسرائیلو یوه پوځي مرکز ته یې لږ زیان اړولی دی.

د اسرائیلو پوځ ویلي؛ له اوسیدونکیو څخه هیچا ته مشوره نه‌ورکوي، چې پناه اخیستنې ته چمتو شي. د مخکینۍ خبرتیا دا بیاکتنه د ګواښ پای ته نغوته کوي.

د اسرائیلو ټلویزیوني ۱۲ کانال د یوه ناڅرګند چارواکي د څرګندونو له مخې ویلي، چې دې برید ته به “د پام وړ ځواب” ولري.

ایران د اپریل په لومړۍ نېټه د دمشق پر قونسلګرۍ د اسرائیلو د برید پر غچ اخیستنې ټینګار کړې و، چې په کې د دوه لوړ پوړیو قومندانانو په ګډون د سپاه پاسداران اووه افسران وژل شوي وه. اسرائیلو په قونسلګرۍ د برید مسوولیت نه تائید کړی او نه یې هم رد کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ویلي؛ که اسرائیلي رژیم بله تېروتنه وکړي، د ایران غبرګون به ډېر سخت وي.

د ایران دې استازي امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل بله تېروتنه وکړي؛ د ایران ځواب به له دې هم سخت وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش د ایران برید غندلی او ویلي یې دي، چې په سیمه کې د ویجاړونکي تاوتریخوالي له رښتیني خطره ژوره اندښنه لري.

سپینې ماڼۍ څرګنده کړې، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په شپه ټیلیفوني خبرې وکړې.

بایډن، چې د جمعې پر ورځ یې ایران ته د برید نکولو خبرداری ورکړی و؛ دلاور ته یې خپل اوونیز وځنداوه او بېرته واشنګټن ته راستون شو، چې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ملي امنیت له سلاکارانو سره وګوري او هغه ژمنه کړې، چې د اسرائیلو ترڅنګ به ودریږي.

Trending

Exit mobile version