تازه خبرونه

ایران پر اسرائیلو مشروع دفاعي بریدونه کړي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۴۰۳)

اسلامي امارت د سوریې پر کونسلګرۍ د برید په غچ کې پر اسرائیلو د توغنديو توغول د ایران «مشروع دفاع» یاده کړې ده.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د وروستيو پېښو په تړاو په ایکس پاڼه کې لیکلي؛  اسرائیلو د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ډيپلوماټيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانګه پر نښه کړه، چې په ځواب کې يې د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د تېر کال د اکټوبر له اوومې راپدیخوا اسرائیلي ځواکونو په غزه کې له دري‌دېرش زره څخه د ډېرو ملکيانو پر نسل‌وژنه، په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو پر پاروونکیو اقداماتو هڅه کړې، چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي. 

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د کړکېچ د پراختیا د مخنیوي لپاره د اسرائیلو د جنایاتو د درولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ویل کیږي، چې ایران د شنبې پر ورځ ناوخته خپل غچ اخیستونکی برید پر سلګونه چاودېدونکیو بې پیلوټه الوتکو او بېلابېلو توغندیو پر توغولو پیل کړ.

Trending

Exit mobile version