تازه خبرونه

ایران په تېرو ۸ میاشتو کې د ۴۶ افغانانو په ګډون  ۸۰۰ بندیان اعدام کړل

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په دې کې لږ تر لږه ۳۰ سیاسي او ایډیالوژیکي بندیان، ۲۲ ښځې او یو ماشوم هم شته، چې د جرم په وخت کې ۱۸ کلن و.

Published

on

د هه‌نګاو بشري حقونو بنسټ نوې موندنې ښیي، چې ایران د ۲۰۲۵ کال له پیل راپدېخوا لږ تر لږه ۸۰۰ بندیان اعدام کړي، چې پر منځنۍ کچه یې هره میاشت نږدې ۱۰۰ اعدامونه کړي دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په دې کې لږ تر لږه ۳۰ سیاسي او ایډیالوژیکي بندیان، ۲۲ ښځې او یو ماشوم هم شته، چې د جرم په وخت کې ۱۸ کلن و.

قومي لږکیان هم د اعدامونو د دې څپې تر ټولو ډېر قربانیان دي؛ ۱۱۶ کردان، ۱۰۷ لُر، ۹۲ بلوڅان او ۸۲ ترکان.

 د دې راپور پر بنسټ، په ایران کې لږ تر لږه ۴۶ افغانان هم اعدام شوي دي.

د هنه‌نګاو بشري حقونو بنسټ دا بهیر”د اعدامونو سونامي” بللی او خبرداری ورکوي، چې د دې عدامونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

 دې بنسټ له ډیموکراټیکو ادارو، مدني او نړیوالو ټولنو غوښتي، چې په ایران کې د اعدامونو څپې ته پرېکنده غبرګون وښیي.

Trending

Exit mobile version