تازه خبرونه

ایران په خپلو اتومي تاسیساتو کې نور پرمختللي ساننتریفیوجونه لګوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۳۹۹)

ایران په پام کې لري، چې په خپلو اتومي تاسیساتو کې د یورانیمو د بډاینې لپاره په سلګونه پرمختللي سانتریفیوجونه نصب کړي.

رویترز راپور ورکړی، چې دا کار به د امریکا په ټاکنو کې پر غوره شوي ولسمشر جوبایدن فشار راوړي.

رویترز ویلي، چې دوی محرم راپور تر لاسه کړی، چې ایران به د نطنز په ودانۍ کې د آی آر ـ ام ۲ سانتریفیوجونو درې توکي ولګوي، چې د هوایي بمبارد مخه ونیسي.

له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران اتومي تړون ، چې برجام یادشوی، تهران یوازې د آی آر – ۱ یا لومړي نسل سانتریفیوج وکارولی، چې لږ تولید لري. دا یوازنۍ وسیلې دي، چې ایران کولی شي پرې خپل یورانیم بډایه او راټول کړي.

ایران پدې وروستیو کې یوه تر ځمکې لاندې خولۍ( ۱۷۴ وسیله آی آر – ام ۲ د نطنز ودانۍ ته لیږدولې ده. 

ایران د امریکې د ولسمشر دونالد ترمپ له هوکړې څخه د وتلو او د اقتصادي بندیزونو د لګولو په غبرګون کې پخپلو اتومي فعالیتونو له ډېرو کليدي بندیزونو سرغړونه کړې ده. 

جوبایدن، چې د راتلونکي کال د جنورۍ پر شلمه به د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شي، ویلي که ایران په بشپړ ډول خپل اتومي بندیزونه خوندي کړي؛ نو به اتومي تړون ته راشي.

Trending

Exit mobile version