سیمه ییز خبرونه
ایران په عامو ځایونو کې د بد حجابه ښځو د پېژندلو او مجازاتو لپاره کمرې لګوي
د شنبې پر ورځ رویترز د پولیسو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ایران د هغو ښځو د څارلو هڅې کوي، چې په عامو ځایونو او سړکونو کې بدحجابۍ ته لمن وهي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ایران د بدحجابۍ د مخنیوي لپاره په عامه ځایونو او سړکونو کې کمرې لګوي، چې د حجاب له قوانینو سرغړوونکې او ناڅرګندې میرمنې وپېژني او بیا یې مجازات کړي.
پولیسو په یوه اعلامیه ویلي، چې د سرغړوونکیو له پېژندنې وروسته به د پایلو په اړه د خبرداري لیکلي پیغامونه ترلاسه کړي.
هغه اعلامیه، چې د قضایي قوې میزان خبري سرچینې او نورو دولتي رسنیو خپره کړې راغلي، چې د دې اقدام موخه د حجاب پر وړاندې د مقاومت مخنیوی دی؛ ځکه، چې دا ډول مقاومت د ایران معنوي انځور ته زیان رسوي او ناامني خپروي.