نړۍ
ایران په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له کبله د بریتانیا سفیر احضار کړ
ایراني چارواکو ویلي، چې د لندن لخوا تپل شوې جعلي څرګندونې د نه منلو وړ او بې ارزښته دي او زیاتوي، چې تهران د متقابلو هڅو د ترسره کولو حق لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لویدیځې اروپا د مشر په څرګندونو کې راغلی: له بده مرغه د بریتانیا حکومت د یو اړخیزو او انتخابي بیاناتو پر صادرولو غواړي، چې د ایران پر ضد د هغو جاسوسانو په سناریو کې ونډه ولري، چې په ایران کې د دې هېواد کې پر ضد فعال دي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ د تلې پر یوولسمه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په برتانيا کې د ايران لوړ پوړی ديپلومات مهدي حسيني متين د ايراني چارواکو لخوا د مهسا اميني له وژل کېدو وروسته د پراخو لاريونونو د ځپلیو له کبله دغه وزارت ته احضار شوی دی.
په دغه بیانیه کې د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر جیمز کلورلی د څرګندونو له مخې راغلي: مونږ خپل اندونه ایرانی چارواکو ته روښانه کړي دي. د دې پر ځای، چې د ناکراریو پړه پر بهرنيو واچوي؛ دوی باید د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي او د خپلو خلکو اندېښنو ته غوږ ونیسي.
د ایران مشر علي خامنه يي د دوشنبې پر ورځ په ایران کې د اعتراضونو په اړه له اوږدې چوپتیا وروسته ویلي، چې دا د امریکا او اسرائیلو لخوا او د بهرنیو جاسوسي کړیو له لوري پلان شوې هڅې ونومولې.
دا په داسې حال کې ده، چې فرانسې او جرمني هم په برلین او پاریس کې د ایران سفیران احضار کړي او ایران هم په ایران کې د لویدیځ د نیوکو په ځواب کې د فرانسې سفیر احضار کړی دی.