تازه خبرونه

ایران ۱۰۱ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۲)

ایران د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲۱ ) ۱۰۱ افغانان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل، چې په دې ګاونډ هېواد کې پر بند محکوم ول.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د روان ١٤٠٢ لمریز لېږدیز  کال د غبرګولي پر ٢١ نېټه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه د حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست او د زندانونو د عمومي مسوول د هلو ځلو په پایله کې له ایران سره د شوي توافق له مخې د بندیانو د انتقال په لړ کې یو ځل بیا ١٠٠ افغان بندیان د نیمروز ولایت د ابریشم بندر له لاري افغان حکومت ته وسپارل شول.

د ایران د عدلیې په وزارت کې د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان د یکشنبې پر ورځ د دغو بندیانو سپارل تائید کړل او څرګندوي، چې دغه کسان د نیمروز په پوله کې د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول، چې په افغانستان کې د بند پاتې وخت تیر کړي.

جلاليان ويلي؛ د سپارلو چارې د عدلیې وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د محبسونو ادارې پر همکارۍ د عدلیې په وزارت کې د بندیانو د لیږد د کمیتې پر ګډو هڅو ترسره شوې. د دې ترڅنګ د دې بهیر د اسانتیا لپاره د ایران او طالبانو( اسلامي امارت) ترمنځ دیپلوماتیکې او حقوقي مشورې هم ترسره شوې. دي.

تېر کال ټولټال ۸۰۰ افغانان د ایران په زندانونو کې بنديان ول، چې په افغانستان کې د بند پاتې وخت د پوره کولو لپاره اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.

Trending

Exit mobile version