تازه خبرونه
ایراني پانګوالو افغان پانګوالو ته د ګډې پانګونې ډاډ څرګند کړ
یو شمېر ایراني پانګوال وايي، که د افغانستان او ایران حکومتونو لخوا ورته آسانتیاوې برابرې شي؛ حاضر دي، چې په افغانستان کې له افغان پانګوالو سره په ګډه په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
دوی زیاتوي، چې د خصوصي سکتور له خوا خورا ډېره لیوالتیا شته؛ خو تمه لري، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه هم دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.
ایرانی پانګوال امیر اسماعیل حسین پور وایي، چې په افغانستان کې د پانګوڼې لپاره خورا ډېر فرصتونه شته. مونږ غواړو، چې په افغانستان کې له افغانانو سره ګډه پانګونه تر سره کړو.
ایرانی پانګوال امیر تاجیکڅرګنده کړې، چې مونږ ته پخوا د افغانستان د بازار سم انځور نه و راکړ شوی. اوس ګورو، چې د لته ډېر فرصتونه شته، چې باید ګډه کار پرې وکړو.
په کابل کې د ایران سفیر هم ويلي؛ د افغانستان او ایران حکومتونو په ګډه هڅې پیل کړي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بلانس د برابرو لو چارې تنظیم کړي.
په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړې، چې هېواد يې پرېکړه کړې، چې افغان صادراتو ته ترجیهي تعرفي ورکړي.
په کابل کې د ایران سفیر رضا بهرامي وایي؛ مونږ د افغانستان د سوداګرۍ له وزارت سره خبرې پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ځانګړي ځایونه او ګډې پانګونې ته زمینه برابره کړو او د دواړو هېوادونو حکومتونه د اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په هڅه دي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې افغانستان باید له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولري او حکومتونه باید پر بېلابېلو سوداګریزو لارو تمرکز وکړي.
خبریال: اسلم حجاب