تازه خبرونه

ایران دې د سوریې جنګ ته د افغان کډوالو له لیږلو دډه وکړي- احمدي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران غوښتي، چې د سوریې جنګ ته دې د افغان کډوالو له لیږلو دډه وکړي.

دغه وزارت داسې څرګندونې تر لاسه کړي، چې د ایران سپاه پاسداران افغان تنکي ځوانان د بشارالاسد له حکومته د ملاتړ لپاره د سوریې جنګ ته هڅوي او یا یې پر فشار یادې جګړې ته لیږي.

د بشري حقونو د څار ادارې داسې یو ګزارش خپور کړی، چې د ایران سپاه پاسداران د افغانستان تنکي ځوانان د سوریې جګړې ته لیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت الله احمدي دغه ګزارش تائید کړی او پوهیږي، چې ایران د بشارالاسد له حکومته د ملاتړ په موخه د افغانستان تنکي ځوانان سوریې ته لیږي.

د افغانستان حکومت دغه موضوع له ایران او نړیوالې ټولنې سره مطرح کړی؛ خو ایران ویلي، چې د سوریې په جنګ کې د افغانانو ګډون داوطلبانه او پخپله خوښه دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخندزاده ویلي، چې د سوریې جګړې ته د افغانانو لیږل د تېر په پرتله اوس ډېر شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د ګزارش له مخې؛ د افغانستان ۱۴ کلن کډوال دمګړۍ د  فاطمیانو او قدس لد لښکرو تر څنګ په دې هېواد کې جنګیږي. دغې ادارې د ۸ افغانانو شناختې لیدلې دي.

فاطمیان د سپاه پاسداران تر رپي لاندې د سوریې له حکومته ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version