تازه خبرونه

ایران په افغانستان کې له طالبانو او القاعده ملاتړ کوي- ترامپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ایران لپاره د امریکا تازه تګلاره دغه هېواد په افغانستان او سیمه کې له ترهګرو په ملاتړ تورنوي.

د امریکا د ولسشمر دونالد ترمپ په باور؛ ایران په سیمه او افغانستان کې له توند لارو ډلو په ځانګړي توګه له طالبانو او القاعده ملاتړ کوي او دغه چاره په عراق او افغانستان کې د سلګونه امریکایي سرتېرو د وژل کیدو سبب شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د ایران رژیم  د نړۍ په کچه د ترهګرۍ مخکښ ملاتړی دی، چې القاعده، طالبانو، حزب الله، حماس او نورو ترهګرو ډلو ته مرستې برابروي.

ترمپ دا هم څرګنده کړې، چې امریکا د بندیزونو او سختو اقداماتو له لارې غواړي له متحدانو سره یو ځای له ترهګرو څخه د ایران د ملاتړ مخه ونیسي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر ترمپ څرګندونې بې بنسټه بولي او وایي، تل به په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې ودریږي.

نوموړي ترمپ ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ مه هیروئ، چې تاسې په سیمه کې جګړه پیل کړې. هیر شوي مو دي، چې د افغانستان، عراق او سوریې له خلکو سره مو څه کړي دي.

ایران وایي، له همدې کبله که دغه ډله هر چېرې وې؛ د انقلاب ساتونکی ځواک به یې په وړاندې ودریږي.

له طالبانو د ایران د ملاتړ موخه د داعش ډلې په وړاندې ودریدل بلل شوي؛ خو ایران باوري دی، چې داعش د امریکا پروژه ده او موخه یې ایران ته ګواښ دی.

افغان حکومت د خپل ګاونډ او امریکا تر منځ د وروستۍ لانجې په تړاو ځانګړی دریځ نه نیسي. که څه هم مخکې ځینو افغان چارواکو په ځلونو ایران له طالبانو پر ملاتړ تورن کړی دی.  

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version