تازه خبرونه

ایراني چارواکي: د افغانستان وضعیت بې ثباته دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه د افغانستان او ایران ترمنځ دویم پړاو خبرې اترې په کابل کې ترسره شوې.

په دغه ناسته کې ایراني چارواکو د افغانستان وضعیت بې ثباته وباله او ووېل اوس هم یو زیات شمیر افغانان لیواله دې چې له افغانستان څخه ووځي.اوس مهال درې میلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي.

د افغانستان د استراتیژیکو  مطالعاتو د انستیتیوت لخوا د افغانستان او ایران ترمنځ دویم پړاو فرهنګې خبرې اترې په کابل کې ترسره شوې.

دا ځل د ناستې محور په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزه وه.د ستراتیژیکو مطالعاتو رییس وایي افغان کډوال د ایران لپاره ګواښ نه دي.

د افغانستان دستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت رییس، داوود مرادیان و وېل: موږ هېڅ یو بل ته ګواښ نه یو او د افغانستان ثبات او آسودګي له شک پرته د ایران ثبات او آسودګي دی.

د ایران د طباطبایې پوهنتون رییس  وایې په ایران کې مېشت افغان کډوال په بد وضعیت کې په سر وړې؛ خو وایې هڅه کیږي چې دغه وضعیت ته بدلون ورکړي.

په یران کې د علامه طباطبایي د پوهنتون رییس، فایزپرست ووېل: “کله چې موږ له داسې جدې غوښتنې سره مخ یو؛ نو دا د دې څرګندونه کوي چې د داواړ ملکونو وضعیت یو پر بل پورې اړوند دی او دا وضعیت یو با ثبات حالات نه دی رسېدلی؛ نو هر ډول ښه والي د مهاجرینو په وضعیت کې له غیر قانوني مهاجرینو پرته په ایران کې د دې غوښتنې په زیاتوالي کې به مرسته وکړي.”

 ایراني چارواکې وایې له کډوالو سره باید د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي.

همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر سلاکار، سید رسول موسوي و وېل: “چې دا د مهاجرت ستونزه یوازي د دوو هېوادونو تر منځ نه دی بلکې دا یوه نړیواله ستونزه ده چې باید دا ستونزه په نړیواله کچه هواري شي.”

د یادولو وړ ده چې د شمیرو له مخې، د نړې په کچه ۶۵میلیونه کډوال ژوند کوي چې ۲۲ میلیونه یې افغانان دي، افغانستان له سوریې وروسته دویم هېواد دی چې په ۲۰۱۵ کال کې تر ټولو ډیر وکړي ترې کډوالې شوې دي.

Trending

Exit mobile version