لوبی

ایرلیند افغانستان ته د شل آوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پر اوو ویکتو ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۴۰۱)

ایرلیند د سې شنبې پر ورځ په بیلفاست کې د شل آوریزو نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته پر اووه ویکتو ماتې ورکړه.

جورج داکرل ګټونکي څلوریزه ووهله او ایرلینډ ته یې د ۱۶۹ هدف له ټاکلو وروسته د درې لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان په وروستیو دوه اورونو کې د اووه لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې، چې ابراهیم ځدراڼ په ۱۸ توپونو ۲۹ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي عثمان غني په ۴۲ توپونو د دوه شپږیزو او شپږ څلوریزو پر مرسته ۵۹ منډې وکړې.

د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په ګډون تجربه کاره ستوري شته؛ خو ترڅنګ یې یو شمېر ځوانو لوبغاړیو ته هم په لوبډله کې حق ورکړشوی دی.

دواړه خواوې به د پنجشنبې پر ورځ د دوی د پېنځه لوبو په لړۍ کې د دوه یم ځل لپاره د ستارمونت ښار په ورته ملکي خدماتو کرکت کلب ځای کې سره وګوري.

Trending

Exit mobile version