سیمه ییز خبرونه

ایساف: مونږ په منظمه توګه محروقاتي او سون توکي افغان پوځ ته تیاروو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان چارواكي وايي، امریکا پر  افغان ځواکونو محروقاتي او نور حمایوي خدمات بند كړي دي. د افغانستان امنیتي چارواکو د ملي امنیت شورا په غونډه کې وویل چې؛ د امریکا پوځ د ملي اردو او ملي پولیسو جزوتامونو ته د تېلو او نورو اکمالاتو رسول بند کړي او افغان ځواكونه په ورځنيو چارو كې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا پر افغان ملي پوځ د امريكا د پوځ  لخوا د محروقاتي موادو لګول شوي محدوديتونه او بنديزونه د پخوانیو ژمنو او د همکارۍ د روحیې خلاف کار وباله.

اعلاميه زياتوي امريكا په دې فشار سره غواړي افغان چارواكي د امنيتي تړون لاسليك ته قانع كړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر پاڼې متن: مجلس دې نتیجې ته و رسېد، چې زموږ پر ملي اردو او ملي پولیسو باندې د تیلو او حمایوي خدماتو بندېدل د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي ترڅو افغانستان له خپلو شرایطو څخه د سترګو په پټولو سره، له امریکا سره امنیتي تړون لاس لیک کړي.

پوځي كارپوه امان الله امان وايي، كه حالت همداسې دوام وكړي، افغانستان به د تيارې په خوار روان شي.

له بلې خوا ايساف د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره دا رپوټ رد كړى دى.

د ایساف خبر پاڼه زیاتوي، مونږ د افغانستان د ولسمشرۍ په ويبپاڼه كې له خپرې شوې اعلاميې خبر يو. محروقاتي او سون توكو ته د افغان ځواكونو هېڅ غوښتنه نده رد شوې او مونږ په منظمه توګه هغوى ته دا مواد تياروو. مونږ د افغان پوځ ملاتړ ته ژمن يو.

اعلاميه زياتوي، چې د ملي امنيت شورا په غونډه كې څرګنده شوه، چې مشورتي لویې جرګې د امنیتي تړون په تائیدولو سره ښکاره کړه، چې د افغانستان خلک په امنیت او سولې باندې د لاس بري په هیله دغه تړون غواړي، خو دغه اړیکه یوازې د همکارۍ له لارې کولای شي نتیجې ته و رسېږي، نه د فشار او د تړلتیا د رامنځته کولو له لارې.

Trending

Exit mobile version