تازه خبرونه

ایشچي: حکومت مې دوسيه هېره کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي جنبش پخوانی مرستیال محمد ایشچي وايي چې په حکومت یې هغه شکونه ډېر شوي چې ګواکي د ده دوسیه به هېروي. ایشچي له ولسمشر غواړي چې د جنرال دوستم دنده وځنډوي او ممنوع الخروج یې اعلان کړي. ایشچې له لویې څارنوالۍ غواړي چې دوستم ونیسي، خو لویه څارنوالي نه غواړي په دې هکله له رسنیو سره خبرې وکړي.

د ولسمشر په لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم باندې د احمد ایشچې له خوا لګېدلي تورونه لاهم په عدلي او قضايي ارګانونو کې زنداني دي. احمد ایشچي که څه هم شکمن دی چې حکومت به یې دوسیه وڅېړي، خو لاهم د لویې څارنوالۍ وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لاره دی.

د ملي جنبش پخوانی مرستیال احمد ایشچي وايي: “قانوني پړاوونه تر دې مهاله پورې ترسره شوي، اوس بايد لويه څارنوالي قانوني اجرات وکړي، د دوستم دنده دې وځنډوي او له هېواد يې دې ممنوع الخروج اعلان کړي.”

لویه څارنوالي او د ملي جنبش ګوند مسولین په دغه هکله له څه ویلو ډډه کوي. دا چې عدلي ارګانونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د محمد ایشچي دوسیه مخکې يوسي، په دې هکله خپله ایشچي هم پوښتنې لري.

د ملي جنبش پخوانی مرستیال احمد ایشچي وايي: “زما له پاره هم دا پوښتنه ده چې دولت نه غواړي او يا يې هم زور نه رسېږي چې له هغه پوښتنه وکړي.”

د احمد ایشچي د دوسیې بشپړول او په هکله یې پرېکړه د عدلي او قضايي ارګانونو له پاره یوه آزموینه بلل کېږي. ایشچي وايي که یې دوسیه و نه څېړل شي، د هاګ نړیوالې محکمې ته به عریضه وکړي. د یادونې وړ ده چې احمد ایشچي د ولسمشر په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تور لګولی چې په ناقانونه توګه یې په شخصي زندان کې اچولی او فزیکي او جنسي ربړونې یې ورکړې دي.

Trending

Exit mobile version