بلخ @ps

ایشچې د دوستم د جرګو وړاندیزونه ونه منل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

جنرال دوستم تر دې دمه د ایشچې کور ته څلور ځله د فاریاب او جوزجان مشران جرګه کړل، چې د نوموړي پر انګار سړې اوبه تویې کړي؛ خو احمد ایشچې یې د مینځګړیو وړاندیزونه ونه منل.

د احمد ایشچي زوی بابر ایشچی وایي، تر دې دمه څو ځلي د فاریاب او جوزجان قومي مشران کورته راغلي، چې د جرګې له لارې دغه روانه ستونزه حل کړي؛ خو مونږ قانوني لاره د اړوند ستونزې د حل له پاره منو.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د جنرال دوستم قضیه تر کار لاندې نیولې او له دې کاره څو ورزې هم تېرې شوې دي؛ خو کومه ښکاره پایله یې نه ده لرلې.

د څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، نوموړی جلب شوی او د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په اړه به کوم مصلحت هم ونه منل شي.   

د ملي امنیت شورا تر دې دمه د اړوند پېښې په اړه له خبرو ډډه کوي؛ خو د احمد خان ایشچي زوی ډاډمن دی، چې حکومت به په څو راتلونکیو ورځو کې خپله پرېکړه اعلام کړي.

د افغانستان د حکومت ستر همکاران؛ امریکا، بریتانیا او اروپا د احمد ایشچې د ځورونې پر څېړنه ټینګار کوي؛ خو دولت ته د جنرال دوستم پر دوسیې پرېکړه آسانه کار نه ښکاري.

جنرال دوستم ، چې له تېرو څو لسیزو په حکومتونو کې خپل سیاسي نفوذ خوندي کړی او د یو ځواکمن سیاسي ګوند لرونکی پاتې شوی دی؛ خو نن پر احمد ایشچي د جنسي تېري تور پرې لګیدلی دی.

احمد ایشچي د جوزجان پخوانی والي او د دوستم سیاسي سیال دی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version