ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایلان ماسک د انسانانو په مغز کې د چېپ لګولو شپږمیاشتنی اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۱)

امریکايي میلیاردر او د نورالنک شرکت اجرائیوي مشر ایلان ماسک هیله څرګنده کړې، چې په شپږ میاشتو کې به د دغه شرکت چېپ د انسان په مغز او دماغ کې ځای پر ځای شي.

ایلان ماسک د نورالینک شرکت، چې د دماغ او کمپیوتر د پراختیا په برخه کې هڅه کوي؛ په یوه اړوند پروګرام کې ویلي: تمه ده، چې د راتلونکیو شپږ میاشتو په بهیر کې د یاد شرکت بیسیم چېپ پر انساني ازموینو هم کار پیل کړي.

اوسمهال د عصبي تکنالوژۍ دغه شرکت د دماغ او کمپیوټر د اړیکو پر پراختیا کار کوي، چې په اصل کې د یوې سکې پر کچه چېپ ۱۰۲۴ الیکترود مزي لري، چې د مغز حرکي برخه د عصبي تحرک لپاره هڅوي؛ لګول کیږي.

دغه شرکت د مغز د عصبي چېپ د پراختیا په حال کې دی او وايي؛ دا چېپ معلولو ناروغانو ته د حرکت کولو وس ورکوي او مغز اړ کوي، چې له اړوند اعصابو سره ونښلول شي.

دغه راز ماسک د چارشنبې پر ورځ د لیندۍ ۹ په خپله یوه وینا کې د سترګو د لید د بیا رغولو یادونه وکړه او دا یې د دې تکنالوژۍ له مهمو موخو یوه وګڼله.

ماسک ویلي، چې په انسانانو کې د نورالنک دوه لومړيتوبونه د کارونې دي؛ د خلکو د لید بیا رغونه او د عضلاتو د حرکتونو بېرته فعالول، چې نشي کولی اړوند فعالیتونه ترسره کړي.

هغه زیاته کړې: مونږ باور لرو او ان کولی شو د هغه چا لید بېرته راستون کړو، چې له زیږون راپدیخوا ړانده وي.

نورالنک، چې د تکزاس ایالت په سان فرانسیسکو او آستین ښارونو کې کار کوي. تر دې دمه یې پر حیواناتو ازموینې ترسره کړي او غواړي، چې د امریکا له اړوند ادارو څخه پر انسان د ازموینو د پیلولو لپاره هم تائید ترلاسه کړي؛ خو تر اوسه په دې کار کې بریالی شوي ندي.

Trending

Exit mobile version