ساینس او ټیکنالوژي
ایلان ماسک مریخ ته له انسان پرته د لومړي الوت نېټه اعلان کړه
دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!
د سپیس ایکس رییس ایلان ماسک د یکشنبې پر ورځ لیکلي، چې په راتلونکیو دوه کلونو کې به مریخ ته له انسان پرته شاوخوا پېنځه سفرونه ترسره کړي.
ماسک ویلي، چې که دا ماموریت سرې سیارې ته بریالی او خوندي ترسره شي؛ نو لومړی انسان لرونکی الوت به ۲۰۲۸ ز. کال کې پیل او ترسره شي.
هغه زیاته کړې؛ که مونږ له ننګونو سره مخ شو، نو انسان لرونکی ماموریت به مو دوه کاله نور هم وځنډول شي.
دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!
دا باید په یاد ولرئ، چې د ماسک فضایي مهالوېش ډېري وختونه له پامه غورځیږي. په ۲۰۱۶ کې هغه وویل، چې ایکس سپیس په پام کې لري، چې مریخ ته “په ۲۰۱۸ کې” توغندی وتوغوي او بیا په ۲۰۲۲ کې هغه وویل، چې سټارشپ کولی شي په دې کال کې لرې سیارې ته خپل لومړی الوت وکړي.
پر مریخ د خېټې اچونې لپاره د اوږدې مودې خوب په اړه بېلابېلې څرګندونې کیږي؛ د سپیس ایکس وروستۍ نیوکې ته په ځواب کې فډرالي هوايي چلند ادارې سټارشپ ته د الوتنې اجازه ورکوي؛ خو دا ډېر وخت ته اړتیا لري.
د یکشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ایلان ماسک ویل، چې هغه غواړي د انسان وجود څو سیارو ته وغځوي.
هغه وایي مخکې له دې، چې په ځمکه کې یو څه پېښ شي؛ باید مخه یې ونیول شي. لکه اټومي جګړه، سوپر ویروس یا د نفوس سقوط، چې تمدن کمزوری کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېري ممکن د سټارشپ پیلوټ برنامې په ګړندۍ توګه د ماسک له ناهیلۍ سره خواخوږي ولري. نور ټینګار کوي، چې دا ډول مقررات د عامه خوندیتوب تضمین کولو، د صنعتي معیارونو ساتلو، د ناوریني پېښو خطر کمولو او د ایکوسیسټم ساتلو لپاره اړین دي.