تازه خبرونه

ایټالیا ته له ۲۰۰ د ډېرو افغان کډوالو لېږدوونکې کښتۍ ودرول شوه – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۶, ۱۴۰۰)

د ترکیې ساحلي ساتونکیو د سې شنبې پر ورځ د زمري ۵ د جولای ۲۷ د یونان د لیسبوس جزیرې په لویدیځ کې د عملیاتو پروخت ایټالیا ته د ۲۳۱ افغانن کډوالو لېږدوونکې کښتۍ ودرول شوه.

د ترکیې ساحلي ساتونکيو او د مهاجرت نړیوالې ټولنې د چارشنبې پر ورځ د زمري ۶ د جولای ۲۸ رویټرز ته څرګنده کړې، چې ۲۰۸ افغان کډوال له اسنادو پرته ایټالیا ته پر لاره نیول شوي دي.

دغه راز د ترکیې ساحلي ساتونکيو ویلي، چې په کښتۍ کې سپاره دوه ترکي وګړې یې نیولي او افغان کډوال یې خپل هېواد ته د بېرته ستنولو لپاره د ترکیې د لویدیځ ایوواچیک ښارته ولېږدول.

په افغانستان کې مخ پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي یو شمېر افغانان اړ کړي، چې له ایران سره د ترکیې پر سویل ختیځې پولې واوړي او د ترکیې له لارې ځانونه نورو هېوادونو ته ورسوي؛ خو په ترکیه کې زندان ته د تلو په ګډون له دردوونکیو پېښو سره مخ او بیا بېرته خپل هېواد ته رااستول کیږي.

Trending

Exit mobile version