تازه خبرونه

ای آی بي له ملګرو ملتونو څخه د نغدي مرستې شپږم لېږد ترلاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان بانک په ډاګه کړې؛ کابل ته د یکشنبې پر ورځ د سلواغې ۳ د بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیون ډالر راورسېدل.

د افغانستان بانک دغه نغدي بشردوستانه مرسته له کابل هوايي ډګره د افغانستان نړیوال بانک (ای آی بي) ته ولېږدوله.

تېره میاشت ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د روان کال د مارچ تر پایه به افغانستان ته د بشري مرستو په توګه په اوونۍ کې ۲۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته ورکوي، چې بانکي سیسټم د نغدو پیسو له کمېدو وژغوري.

د افغانستان بانک څلور ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې د ۳۲ میلیونو ډالرو نغدو پیسو پېنځمه ټولګه هم ترلاسه کړې ده.

د افغانستان بانک ویلي؛ د نړۍ له هرې هغې بشري کړنې ستاینه کوي، چې د پیسو د رالیږلو او د ټولنې بېوزلو خلکو ته د مرستې لامل کیږي؛ مونږ به په کې له خپلې وسې سره سمه اغېزمنې هڅې تر سره کړو.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا لس میلیارډ ډالر بهرنۍ زېرمه کنګل کړې او د افغانستان بانک یې ترې بې برخې کړی دی.

Trending

Exit mobile version