تازه خبرونه
ا.ا.ا ملګرو ملتونو ته استازی نومولی او د نړۍ مشرانو ته یې د وینا غوښتنه کړې
ملګري ملتونو ویلي، چې افغان دولت ورته یو لیک استولی او ترې غوښتنه شوې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې یې استازي ته هم د حضور زمینه برابره او سهیل شاهین د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي شي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې د ملګرو ملتو له سرمنشي غوښتل شوي، چې د دې وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ته د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د خبرو زمینه برابره او سهیل شاهین د افغانستان دایمي استازی ومني.
دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ژنیو ته هم په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې بشردوستانه مرستې روانې وساتي.
د ملګرو ملتونو د شپږ اویایمې کلنۍ عمومي ناستې له پیلېدو دوه ورځې تېرې شوي؛ خو اوس هم څرګنده نده، چې افغانستان په دې ناسته کې حضور لري او که نه؟!
څه باندې یوه میاشت کیږي، چې جمهوریت پرځېدلی؛ خو اوس تازه اسلامي امارت سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره د دایمي استازي په توګه ورپېژندلی او دې ناستې ته یې د امیر خان متقي د وینا غوښتنه کړې ده.
شاهین له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مرکچي پلاوي غړی پاتې شوی او امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت اوسني چارسمبالی دي،
نوموړي د ملګرو ملتو سرمنشي ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتو په دې کلنۍ ناسته کې ورته د ګډون او وینا زمینه برابره کړي.
د دې لیک په یوې برخه کې راغلي: نړۍ نور اشرف غني په رسمیت نه پپژني او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی غلام محمد اسحاق زی هم باید له خپلې دندې لرې شي.
د ملي پیوستون د نضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني په دې باور دی، چې په اوسنیو حالاتو کې به دا څوکۍ تشه پاتې وي.
دغه راز امیر خان متقي په یوه بل لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پورې خپلې د مرستې ژمنې عملي کړي.
ملګري ملتونه وایي، چې دا لیک یې تر لاسه کړی او د دې ټولنې له اړوند ریاست سره پرې له مشورو وروسته د شپږ اویایمې کلنۍ ناستې د تائید کمېټې ته د اعتبار ورکولو په نیت لېږل شوی دی.
سیاسي هڅاند ولي فروزان ویلي، چې ملګرو ملتو او د سیمې ځینو نورو هېوادونو له افغان حکومت سره همکاري ورو ورو پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په ملګرو ملتو کې د افغانستان پخواني استازي په عمومي کلنۍ ناسته کې د ګډون او وینا غوښتنه کړې وه؛ خو ملګرو ملتونو ویلي، چې د پخواني سفیر او نوي دولت غوښتنې څېړي.
