تازه خبرونه

ا.ا د کابل د شمال په ۱۷ ښاري حوزه کې د داعش یو مرکز ویجاړ کړ

Published

on

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ تېره شپه د اسلامي امارت ځانګړیو قطعاتو د کابل د اووه لسمې ښاري حوزې په اړوند سیمه کې د داعش پر یوه مرکز عملیات کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش پټنځی په بشپړه توګه ویجاړ او ټول غړي یې ووژل شول.

د آریانیوز خبریال شاهپور فرهمند د پېښې له ځایه راپور ورکړی؛ د یوې ګړۍ نښتو په پایله کې د استوګنې یو شمېر کورونه هم زیانمن شوي او سیمه اوس د اسلامي امارت د ځواکونو تر څارنې لاندې ده.

تر اوسه د مرګ و ژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی.

داعش هم تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د عید ګاه جومات دروازې ته نږدې د یوې چاودنې له کبله یو شمېر ملکي کسانو ته مړه و ژوبله اوښتې او تر دې دمه د چاودنې پړه هیچا پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version