تازه خبرونه

ا.ا د کندهار زندان د نشه يي توکو د درملنې پر مرکز بدل کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د کندهار مرکزي زندان د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز بدل کړ.

د اناتولي خبري سرچینې د راپور له مخې؛ دمګړۍ د کندهار په مرکزي زندان کې ۸۰۰ روږدي او ۱۰۰۰ بندیان ساتل کېږي.

د کندهار زندان مرستيال مولوي منصور ويلي: مونږ د روږدو کسانو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي دي؛ مونږ یو ځانګړی ښوونکی استخدام کړی، چې دوی ته د مخدره توکو د پرېښودو مشوره ورکړي. مونږ د دوی لپاره یو کلینیک هم جوړ کړی، چې هره ورځ یې درملنه کوو. که دلته د دوی درملنه ونشي؛ د روږدو کسانو عمومي او ځانګړيو روغتونونو ته به یې ولېږدوو. مونږ خپله هڅه کوو، چې دوی روغ او ښه وساتو.

يو معتاد محمد نومي ویلي، چې دوى ته ډاډمنې آسانتياوې برابرې شوې دي.

هغه زیاته کړې: مونږ ټول روږدي په زندان کې یوو. مونږ ټول د ښار په ادیره کې وو … په درې یا څلورو ورځو کې مو پوره خواړه نخوړل. اوس په دې زندان کې د ورځې درې ځله خوراک کوو. دا زندان زمونږ د رغېدو لپاره ښه دی.

یو بل بشیر احمد نومی روږدی وایي: زه دوه اوونۍ وړاندې په ارغنداب کې د طالبانو (اسلامي امارت) له خوا ونیول شوم او له یوې میاشتې راپدیخوا دلته یم. که روږدي کسان له روغتیا برخمنېدل غواړي؛ نو روغېدلی شي. اوس زه خپل لمونځ او اودس په وخت ترسره کوم.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا درې میلیون کسان روږدي دي؛ خو اسلامي امارت دغه شمېره تائید کړې نده.

Trending

Exit mobile version