تازه خبرونه
ا.ا په کابل کې د انډونیزیا له ډیبلوماټیکو هڅو پیلولو هرکلی کوي
د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې ډېر ژر به په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
د سې شنبې پر ورځ، د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي څرګنده کړې، چې جاکارتا به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له اسلامي امارت سره به “رغنده ښکېلتیا” پیل کړي.
د چارشنبې پر ورځ د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله وثیق څرګنده کړه: د انډونیزیا حکومت په کابل کې خپلې ډیبلوماټیکې هڅې بیا پیلوي. مونږ د انډونیزیا د حکومت له دې اقدامه هرکلی کوو او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د آسیا، آرام سمندر او آفریقا په چارو کې د انډونیزیا عمومي مشر عبدالقادر جیلاني ویلي؛ زمونږ موخه د بشري مرستو په ګډون له ښځو سره مرستې، ښوونیز پوهنتوني بورسونه او له اسلامي امارت سره رغنده ښکېلتیا ده.
د جاکارتا ګلوب د راپور له مخې، په افغانستان کې د انډونیزیا ډیپلوماټیک ماموریت د امریکا د پوځ له وتلو او د پخواني حکومت له ړنګېدو راپدیخوا په پاکستان کې د دغه هېواد د سفارت له خوا پرمخ وړل کېږي.
د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا او ښکېلو هېوادونو ۲۰ کلنه جګړې پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره د نړیوالو موسسو نغدي مرستې وځنډېدې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.