تازه خبرونه

ا.ا یو ځل بیا له نړۍ سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار څرګند کړ

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ غوښتي، چې له دوی سره د ښو او ټینګو اړیکو په رامنځته کولو کې مثبت رول ولوبوي.

اسلامي امارت دغه غوښتنه نن دوشنبه (د مرغومي ۶ ) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۲ کلیزې په مناسبت په ډاګه کړې ده.

پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ لمریز هجري کال د مرغومي پر ۶ پر افغانستان یرغل وکړ؛ خو له شاوخوا لس کلونو وروسته یې ماتې وخوړه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ټویټ کړی، چې له نړۍ سره ښې اړیکې د امنیت او سوکالۍ پر لوري د ډاډمنو ګامونو د پورته کولو لامل ګرځي او دغه راز ترې پاتې ستونزۍ، بربادۍ او بې باوري هم باید له منځه یوړل شي.

همداراز سمنګاني زیاته کړې؛ افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي او هیڅ یو هېواد ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

هغه وایي: افغانان د يو سوله خوښوونکي ملت په توګه له نړيوالې ټولنې سره د اسلامي او نړيوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او پياوړې اړيکې غواړي، چې د هيچا د زيان امکان په کې نه وي او د ولسونو د ازادۍ حق په کې تضمين شوى وي.

په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه څه باندې څلور میاشتې تیریږي؛ خو تر اوسه نړۍ پر رسمي توګه د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت ندی پیژندلی؛ خو څو محدودو هېوادونو له طالبانو سره پر خبرو او تعامل ټینګار څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version