لوبی
بابر اعظم او محمد رضوان د آسیا جام د شل اوریزو سیالیو بې برخې شول
که څه هم اعظم او رضوان په تېرو وختونو کې د ټورنمنټ له غوره شخصیتونو څخه ول؛ خو دوی له ډسمبر راپدېخوا لوبېدلي ندي.
د پاکستان کرکټ بورډ د یکشنبې پر ورځ (د زمري شپږویشتمه) څرګنده کړې، چې د هېواد دوه غوره لوبغاړي بابر اعظم او محمد رضوان د آسیا جام او د افغانستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزو روزنیزو سیالیو لپاره د شل اوریزو سیالیو له لوبډلې څخه بې برخې شوي دي.
که څه هم اعظم او رضوان په تېرو وختونو کې د ټورنمنټ له غوره شخصیتونو څخه ول؛ خو دوی له ډسمبر راپدېخوا لوبېدلي ندي.
په یوه رسنیز کنفرانس کې د لوبډلې روزونکي مایک هیسن د دې پرېکړې دلیل “د نورو لوبغاړو ښه فعالیت” یاد کړ.
د سیالیو لپاره نور راستنېدونکي لوبغاړي محمد وسیم او سلمان میرزا دي؛ میرزا په بنګله دېش کې د اووه ویکټو له اخیستلو وروسته بېرته راستون شو. دغه راز فخر زمان هم د وروستي ټپي له رغېدو وروسته لوبډلې ته راغلل.
د پاکستان د بشپړې لوبډلې نوملړ:
سلمان آغا (لوبډلمشر)، سیم ایوب، فخر زمان، صاحبزاده فرحان، حسن نواز، سلمان میرزا، محمد آرث، محمد نواز، شاهین شاه افریدي، حارث رؤف، حسن علي، حسین طلعت، سفیان مقیم، ابرار احمد، خوشدل شاه، فهیم اشرف او محمد وسیم.
افغانستان تر اوسه د دې لوبې او آسیا جام لپاره خپله لوبډله نده اعلان کړې.