تازه خبرونه

باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ټینګار کړی، چې یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی.

د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره په خبرو کې زرداري په افغانستان او بهر کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانستان له اسلامي امارت سره د نړیوالو اړیکو پر دوام ټینګار څرګند کړ.

د پاکستانیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ زرداري په نیویارک کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویست سره په لیدنه کې ویلي؛ هغه په افغانستان او بهر کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانستان له لنډمهالي حکومت( اسلامي امارت) سره د نړیوالو اړیکو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی. 

دواړو لوریو د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې د دوامدارې همکارۍ او ښکېلتیا اړتیا هم ومنله. 

Trending

Exit mobile version