سیمه ییز خبرونه

بارك اوباما د افغانستان د ملي امنيت د ټپي شوي رئيس اسد الله خالد ليدو ته ورغلى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملي امنيت وايي، چې د دې بنست د رئيس اسد الله خالد روغتيايي وضيعت د اندېښني وړ ندى او تر درملني وروسته هېواد ته ستنېږي او بېرته خپلي دندې ته دوام وركوي.

د ملي امنيت چارواكي كه څه هم پر اسدالله خالد د بريد كوونكو په اړوند خبردارى څرگندوي، خو پدې اړوند يې نور څه ونه ويل او همدارنگه زياتوي، چې د ولسمشر كرزي لخوا گمارل شوى پلاوى لاهم پر څېړنو  بوخت دى.

د ملي امنيت رئيس اسد الله خالد، چي وړاندې په كابل كې په خپل ميلمستون كې د يو ه ځانمرگي په بريد كې ژوبل شو اوس د امريكا په يوه روغتون كې، چي نوم يي ندى اعلان شوى تر درملني لاندې دى.

د ملي امنيت وياند شفيق الله طاهري وايي:

د ملي امنيت د رئيس روغتيا يي حالت د اندېښني وړ ندى.

په داسي حال كې، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما په خپل هېواد كې د افغانستان د ملي امنيت د ټپي شوي رئيس اسد الله خالد ليدو ته ورغلي وه.

اسدالله خالد د روان دسمبر په شپږمه په کابل کې په خپل مېلمستون کې د یوه ځانمرگي په برید کې ژوبل شو، خو د درملنې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته یووړل شو.

كه څه هم، چې طالبانو د بريد مسئوليت پر غاړه اخيستي وه، خو  د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي و، چې دا برید د پاکستان په کوټه کې پلان شوی او بریدگر هم له هماغه ځاېه ورغلی و.

همداراز ملي امنيت د كابل، پكتيكا، خوست او هلمند څخه د څلوېښت ځان وژونكو او د ځان وژونكو د بريدونو سازمان وركوونكو د نيولو خبر هم وركړ او وويل، چي نيول شوو كسانو پر خپل جرم اعتراف كړى.

Trending

Exit mobile version