سیمه ییز خبرونه

بارک اوباما د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو ژمنه وکړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا ولسمشر بارک اوباما پخپله کلنۍ اوږده وېنا کې د افغانستان د جګړې پای ته رسولو ژمنه وکړه. اوباما پخپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه، که چېرې کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو ډېر لږ امریکايي پوځيان به افغانستان کې پاتې شي.

په داسې حال كې، چې د كابل واشنګټن اړيكې د امنيتي تړون پر سر د را ولاړو شويو ناندريو له كبله ترېنګلې شوې دي، خو د امريكا ولسمشر بارك اوباما ويلي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته د يوه موټي افغانستان ملاتړ ته دوام وركوي.

بارك اوباما ويلي، چې په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو پاتې كېدل پر امنيتي تړون پورې تړلي دي.

اوباما همدارنګه زیاته کړه، چې که چېرې  د کابل او واشنګټن امنیتي تړون لاسلیک شي، نو ډېر لږ امریکايي او ناټو  پوځيان به افغانستان کې پاتې شي. دا سرتېري به د افغان پوځونو  روزنه او ملاتړ كوي او په ورته وخت كې به له القاعدې سره مبارزې ته دوام وركوي.

اوباما په ډاګه كړه، چې له افغانستان څخه زمونږ شپېته زره سرتېري بېرته راغلي دي، افغان سرتېري اوس رهبري په غاړه لري او مونږ يې ملاتړ كوو. په روان كال كې به تر ټولو اوږده جنګ ته پاى وركړو.

كه څه هم د  كابل واشنګټن اړيكې ترېنګلې دي، خو اوباما د افغانستان په وړاندې ښه نيت په ډاګه كړى دى.

له دوه زره څوارلسم كال وروسته، چې افغانان خپله رهبري په غاړه اخلي، مونږ به د يوه متحد او يو موټي هېواد په توګه ترېنه ملاتړ وكړو.

ښاغلي اوباما ووېل، افغانستان کې د روانې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته باید د ګوانتانامو زندان وتړل شي. اوباما د امریکا د ۲۰۰۸ کال ټاکنیزو تبلیغاتو له پېل راهیسې د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه کوي، خو دا دی ټیک پنځه کاله دغه ناتړلی پاتې دی.

Trending

Exit mobile version