تازه خبرونه

بارک اوباما د طالب مشر ملا محمد اختر منصور وژل تائید کړل

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په رسمي توګه د ملا اختر محمد منصور وژل کیدل تائید کړل.

اوباما، چې څو شېبې وړاندې یې په ویتنام کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله؛ دغه خبر تائید کړی دی. له اوقیانوسیې سیمې سره د اړیکو د پیاوړتیا له پاره د امریکا هڅې او له ویتنام سره د اړیکو ګرمیدو په درشل کې بارک اوباما د درې ورځني سفر له پاره د امریکا د درېیم ولسمشر په توګه ویتنام ته تللی دی.

د امریکا ولسمشر د طالبانو د مشر وژنه په افغانستان د سولې او ټیکاو راتګ ته یو مهم ګام نومولی دی.

هغه وایي، دابرید افغانستان ته د سولې او هوساینې راوستو پر لوري د هڅو یوه برخه ده او باید د سولې خبرو ته د طالبانو د راکښلو له پاره ترې د فشار د وسیلې په توګه کار واخستل شي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو په ډاګه کړې وه، چې منصورپه سیمه ییز وخت د شنبې په ورځ شاوخوا ۳:۴۵ دقیقو د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د بلوچستان ایالت په البندین سیمه کې د امریکا له هوایي برید سره مخ شوی دی.

د دغې ادارې په وینا؛ د طالبانو مشر له یوې مودې راهیسې تر “جدي څارنې” لاندې و او په داسې حال کې، چې په یو موتر کې سپور و، په یوه هوایي برید کې په نښه شو او د موټر له نورو سپرو کسانو سره ووژل شو.

 

Trending

Exit mobile version