1393ټاكنې

هڅه کوو، چې د ارزونې بهیر ژر پای ته ورسیږي او پایلي اعلام شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي،له خپلو ټولو ظرفیتونو گته اخلو، چې د رایو د ارزونې بهیر ژر پای ته ورسیږي او پایلي اعلام شي.

شریف الله ویاند رپوت راکوي، چې، د تفتبیش بهیر دا ځل د دواړه ټاکنیزو ډلو په نشتون کې روان دی .

د ملگري ملتونو او نورو نړیوالو بڼسټونو څارونکي له کورنيو ناظرانو سره یوځای دا بهیر په ډېر ځیر  څاري؛ خو د نورو ورځو په پرتله د تفتیش بهیر اوس ډېر منظم او له کوم جنجال پرته پرمخ ځي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا سرپرست جاوید حبیبي ټینگار کوي، چېپه خپلو ټولو ظرفیتونو په کارولو به د تفتیش بهیر گړندی وساتو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو پایلو د ژر اعلامیدو او د یاد بهیر د خلاصیدو لپاره د ډېر شمېر بهرنیو نړیوالو ناظرانو پر شتون هم ټینګار وکړ.

د ټاکنوخپلواک کمیسیون د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ابراهیم سادات وایي ۱۷۰۰۰ چک لستونه یا د پایلو پاڼې هغوی ته رسیدلي او له دې ډلې د ۱۲۰۰۰ اته پړاوونه بشپړ شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، هغوی تراوسه ۱۷۸۶۵ صندوقونه، چې نږدې ۷۹ فیصده صندوقونه جوړوي تفتیش کړي او یوازې ۴۹۶۳ نور صندوقونه د تفتیش لپاره پاتي دي.

Trending

Exit mobile version