سیمه ییز خبرونه
بالاخره له ټولو هيلو او اندېښنو سره سره د ۲۰۱۴م كال لمر راوخوت
بالاخره ۲۰۱۴ كال له ټولو لوړو ژورو سره راورسېد. افغانانو په تېرو ديارلسو كلونو كې د همدې كال انتظار كاوه، هغه كال چې تر رارسېدو مخكې يې په اړه ډېر څه اورېدل شوي دي. د دې كال ترټولو لويه پېښه په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د ماموريت پشپړېدل او د ولسمشرۍ ټاكنې ګڼل كېږي.
له ټولو مخكې دا كال د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت لپاره نوى فصل ګڼل كېږي، په دې كال كې د خلكو هيلو او اندېښنو ته په پام وليدل شي، چې دا كال به د خلكو هيلې پوره كړي او كه به يې د اندېښنو او ستونزو د ډېروالي لامل شي.
امنيت د ۲۰۱۴م كال جدي اندېښنه ده.
په دې كال كې د امريكا او ناټو ماموريت پاى ته رسېږي او ټول امنيتي مسئوليتونه افغان ځواكونو ته سپارل كېږي.
د ډېرو په اند هغه څه، چې د افغان ځواكونو ځواكمنتيا تضمينوي په پرمخ تللو وسلو د دغو ځواكونو سمبالتيا ده.
د همدې كال د اپريل په ۵ مه د ولسشمرۍ درېيمه دوره ټاكنې كېږي.
د ټاكنو اصلي لوبغاړي خلك دي، په دې كار كې افغانان د خپل ولسمشر د ټاكنې په موخه رايې وركوي.
خلك تمه لري، چې په ۲۰۱۴م كال كې حكومت د سولې نوي پړاو ته ورسېږي.
كه له هر افغان څخه يې د هيلو په اړه وپوښتې نو سوله يې ترټولو لومړى ده، هغه هيله، چې تراوسه نه ده ترلاسه شوې، خو آيا په ۲۰۱۴م كال كې به دې هيلو ته ورسېږي او آيا افغانستان ته به سوله راشي.
له دې ټولو ستونزو څخه د وتلو لاره په ۲۰۱۴م كال كې په يوه بله پېښه كې لټول كېږي، له امريكا سره امنيتي تړون. هغه تړون چې د ډېرو په اند كه لاسليك نه شي نړيوال ځواكونه به له دې كال وروسته په افغانستان كې پاتې نه شي او د بهرنيو ځواكونو نشتوالى د افغانستان د سياسي اوامنيتي وضعيت لپاره ستونزې جوړونكى بولي.
له ۲۰۱۴كال څخه د خلكو د هيلو او اندېښنو ته په پام سره به دا وروسته په ډاګه شي، چې دا كال به خلك بېرته تېرو ترخو خاطرو ته ورولي او كه به يې د خلكو هيلې په كې پوره شي.