تازه خبرونه

بامیاني کروندګرو د خپلو پټاټو لپاره د بازار موندنې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۰)

د افغانستان بامیان د مرکزي ولایتونو په کچه د پټاټو ( کچالو ) په روزلو او کرلو کې خپل ځانګړی نوم لري، چې هر کال تر درې سوه ټنه تولیدات لري.

د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې اوس د پټاټو د راټولولو وخت دی؛ کروندګر د کال د زیار ګټه تر لاسه کوي، ښځې او ماشومان له سړیو سره یو ځای یې په راټولولو کې ونډه اخلي.

د بامیان پټاټې خپلې ځانګړتیاوې لري، چې پر کورنیو بازارونو سر بېره بهرنیو بازارونو ته هم لېږدول کیږي.

د کرنې وزارت د همکارۍ له مخې په بامیان کې د پټاټو د ساتنې او زیرمه کولو لږ تر لږه دوه زره ځانګړې خونې جوړې شوي، چې د شل په سلو کې زیرمه کولو وړتیا لري او پاتې اتیا په سلو کې نور په ارزانه بیه پلورل کیږي؛ خو کروندګر وايي، چې د کچالیو محصول یې په ټيټه بیه په بازارونو کې پلورل کیږي.

په بامیان کې اوس د پټاټو د راټولولو وخت دی او خلک په دې موسم کې د میلمنو د هرکلي لپاره له پټاټو شل ډوله خواړه پخوي، چې د کلوخک میله یې تر ټولو نومیالۍ ده.

د بامیانو ځمکه حاصل خیزه او آب هوا یې د کروندې لپاره مناسبه ده. د بامیانو اتیا په سلو کې وګړي کروندګر دي.

پټاټې نه یوازې د بامیانو غوره محصول دی، بلکې د دې ولایت د وګړیو لږ تر لږه د څاښت غذا هم ده. کروندګر وايي، چې د پټاټو زیرمې په معیاري ټوګه جوړې شوې ندي او کله، چې په پسرلي کې له دې زیرمو پټاټې را باسي؛ نو شل سلنه یې خوسا شوې وي.

د بامیانو کروندګر وايي، چې د کچالیو د محصول لپاره یې مناسب بازار هم نشته او اړ دي، چې په ټيټه بیه یې په کورنیو بازارونو کې وپلوري او ګټه وټه یې لږ ده.

د هېواد په بازارونو کې پاکستاني او ایراني کچالو هم پریمانه موندل کیږي، چې دې کار د کورني محصول بیه راغورزولې ده.

د بامیانو ډېر وګړي په بېوزلۍ کې ژوند تروي؛ ژوند یې له کروندې سره تړلي. که کرنیز محصول یې ګټه وټه ونکړي؛ نو ژمي او ټول کال یې ژوند په کړاو کې تېریږي.

Trending

Exit mobile version