پرمختګ او بشپړتیا
بامیان به د سارک سازمان د فرهنګي مرکز په توګه اعلان شي
بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی، چې زیات لرغوني آثار لري، خو د طالبانو په رژیم کې د بامیان بت ړنګ شو او د دغه ولایت زیاتره تاریخي او لرغوني آثار سخت زیانمن شول.
د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني اوس هم ترهګري د فرهنګي پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بولي.
نوموړی له دغې پدیدې سره د ګډې مبارې لپاره د سارک سازمان له غړو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کوي.
دی زیاتوي، د هېواد د فرهنګي پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ ترهګري ده. نومړي دا خبره د سویلي آسیا یا د هېوادونو د فرهنګي مرکز په توګه د بامیان د ټاکل کېدو په پرانیست غونډه کې وکړه.
قانوني په دغې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، هیله لري، چې د سارک غړي هېوادونه له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه د خپلو پروګرامونو په سر کې ونیسي.
بل خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدووم رهین وویل، که د بامیان پر فرهنګي پروګرامونو زیات تمرکز وشي، دا به په هېواد کې د سیلانیانو او ګرځندوی صنعت پراخ کړي.
همدا شان د بامیان والي غلام علي وحدتد سارک هېوادونو د فرهنګي مرکز په توګه د بامیان ټاکل دغه ولایت ته مهم پرمختګ بولي، او وایي ټاکل شوې د سارک هېوادونو پروګرامونه د راتلونکي میلادي کال د جنوري له لومړۍ نېټې په دغه ولایت کې پېل شي.
نوموړي زیاتوي: دا لومړی ځل دی، چې د سارک سازمان غړي هېوادونه بامیان د خپل لومړني فرهنګي مرکز په توګه ټاکي. بامیان به په ۲۰۱۵ کال کې په رسمي توګه د دغه سازمان د فرهنګي مرکز په توګه اعلان شي.