سیمه ییز خبرونه

بانكونو ته د خلكو د پيسو د سپارلو كچه له درې نيم ميليارد دالرو لوړه شوې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانك رييس وايي:

د هغو آوازو خلاف، چې د كابل بانك له ماتې وروسته پربانكونو د خلكو د بې باورۍ په اړه خپرې شوې، اوس پربانكونو د خلكو باور زيات شوى دى.

د افغانستان بانك رييس نور الله دلاوري وايي، په تېرو دوه كلونو كې خصوصي او حكومتي بانكونو ته د خلكو د پيسو سپارلو كچه له درې  نيم ميليون دالرو لوړه شوې ده.

ښاغلى دلاوري وايي:

د افغانستان بانك تل هڅه كړې، چې په هېواد كې د بانكدارۍ په سيستم د خلكو باور ډېر كړي. د نوموړي په وينا، تراوسه هم ډېر وخت ته اړتيا ده، چې د افغانستان ټول خلك په خپلو سوداگريزو معاملو كې د بانك نوټونو په ځاى  له بانكي كارتونو گټه پورته كړي.

څه موده وړاندې د افغانستان بانك مسوولينو اعلام كړى و، چې له ټولو هڅو سره سره تراوسه هم  په افغانستان كې خلك په اټكليزه توگه له څلويښت څخه تر پنځوس ميليارد دالرو پورې پيسې له ځان سره ساتي او پر بانكونو د نه ډاډمنتيا له كبله يې بانكونو ته نه سپاري.

Trending

Exit mobile version