تازه خبرونه

بانکي حساب لرونکي هره اوونۍ له خپلو حسابونو ۴۰۰ ډالر رایستلی شي – د افغانستان بانک

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۳, ۱۴۰۰

د افغانستان مرکزي بانک  په ډاګه کړې، چې د امریکایي ډالرو انفرادي بانکي حساب لرونکي کولی شي په اوونۍ کې تر ۴۰۰ ډالرو یا ۳۰۰۰۰ افغانیو پورې پیسې راوباسي.

دې ادارې څرګنده کړې؛ هېوادوال اوس هم کولی شي په میاشت کې ۱۲۰۰ ډالر یا سل زره افغانۍ له خپلو حسابونو راوباسي.

د اسلامي امارت دا پرېکړه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له کبله د هېواد وګړي پوره زیانمن شوي دي. ان هغه کسان، چې په بانکونو کې یې سپما درلوده د محدودو پیسو ایستلو له کبله نشي کولی خپل بشپړ خواړه او کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د امریکایي ځواکونو او بهرنیانو له وتلو او د غني د حکومت له ړنګېدو سره سم د افغانستان بانک بهرنۍ شتمنۍ کنګل شوې، چې افغانستان ته یې جدي ننګونې را ولاړې کړې دي.

د امریکا پر مشرۍ بهرنیانو د افغانستان بانک شاوخوا ۹،۵ میلیارډ ډالر کنګل کړي او تر دې دمه اسلامي امارت هم پر رسمیت پېژندل شوی ندی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو کلک بندیز لګولی او له خلکو یې غوښتي، چې خپلې ټولې راکړې ورکړې پر افغانیو تر سره کړي او وایي؛ له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.

Trending

Exit mobile version