تازه خبرونه

باور نلرم، چې په قطر کې د سولې خبرې پایله ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۳۹۹)

د ملي دفاع وزارت نوماند، چې ولسي جرګې ته یې خپل کاري پلان وړاندې کاوه؛ په ډاګه کړه، چې په قطر کې د سولې مذاکراتو پر بریا باور نلري.

د سې شنبې پر ورځ د ملي دفاع، عدلیې او لوړو زدکړو نوماند وزیرانو خپل کاري پلانونه او لومړیتوبونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل.

د ملي دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد ويلي؛ باوري ندي، چې د سولې خبرې به بریالۍ شي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ طالبان سوله نه غواړي او د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅې کوي.

ده دا هم ویلي، چې طالبان اوس هم په پاکستان کې فعال دي او له همغه ځایه سمبالیږي.

دغه راز د عدلیې وزارت نوماند فضل احمد معنوي ولسي جرګې ته څرګنده کړه، چې د قانون عملي کول یې لومړیتوب دی.

د هغه په وینا؛ د قانون د نه عملي کیدو له کبله خلک د عدالت د نشتوالي له ستونزې سره مخ شوي دي.

همدارنګه لوړو زدکړو وزارت نوماند عباس بصیر ټينګار کړی، چې د زدکړو په بهیر کې به مثبت بدلونونه راوړل شي.  

هغه وویل، چې په پوهنتونونو کې اوس هم پخوانی او زوړ تدریسي میتود کارول کیږي.

ولسي جرګې له نوماند وزیرانو وغوښتل، چې خپل کاري پلانونه او لومړیتوبونه په لیکلې بڼه هم د جرګې غړیو ته وسپاري. ولسي جرګه ټينګار کوي چې دا ځل به هغه کسان د چارسمبالو پر دنده نه ګومارل کیږي ، چې له ولسي جرګې د باور رایه نشي ترلاسه کولی.

Trending

Exit mobile version