تازه خبرونه

بایدن له خپلې بریا ډاډه دی او له خپلو پلویانو د زغم غوښتنه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۷, ۱۳۹۹)

دیموکرات نوماند جو بایدن ډاډه دی، چې هغه به د ولسمشرۍ څوکۍ وګټي او یو ځل بیا یې له امریکایانو وغوښتل، چې  زغم ولري او ډاډه واوسي؛ ځکه، چې په څو ایالتونو کې د رایو شمېرنه روانه ده.

د جمعې پر ماښام ناوخته بایدن له ویلمنګتون څخه په ډاګه کړه: مونږ اوس هم د بریا وروستۍ اعلامیه نه لرو؛ خو درایو شمېر روښانه دي، چې مونږ به دا سیالي وګټو؛ ملت زمونږ ترشا دی او مونږ له ۷۴ میلیون ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې بایدن د جمعې پر ورځ په پینسلوانیا او جورجیا کې د ولسمشر دونالد ترمپ پروړاندې بریا ته نږدې شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري آژانس هم څرګنده کړې؛ نیوادا، شمالي کارولینا او الاسکا د اړیکو ټینګولو په درشل کې دي.

بایدن باوري دی، چې د رایو وروستی شمېر به د هغه په ​​ګټه وي.

هغه ویلي؛ مونږ به په تېرو ۲۴ کلونو کې د اریزونا لومړني دیموکرا ت ګټونکي وو. مونږ به په تېرو ۲۸ کلونو کې له جورجیا هم د رایو لومړني ګټونکي دیموکراتان وو.

بایدن دا هم ویلي، چې غواړي ټولې رایې وشمېرل شي.

بایدن په خپله لنډه وینا کې ویلي: مونږ له ۳۰۰ څخه د ډېرو ټاکنیزو حوزو د رایو لرونکي یو.

هغه څرګندوي، چې دی او ملګرې سناتوره کمالا هریس نه یوازې د رایو پایلو ته سترګې په لار یو، بلکې له روغتیایي او اقتصادي کارپوهانو سره د لیدنو هیله من هم یو، چې د کرونا ویرس او ترې د راپیدا شویو اقتصادي ستونزو لپاره د حل ګډه لار د ولسمشریز کارمهال ته ومومو.

دغه راز ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې پر ورځ له سپینې ماڼۍ څخه ملت ته په وینا کې د بې بنسټه رایو  ادعاوې تکرار کړې او په ټاکنو کې یې پر درغلیو نیوکه وکړه.

ترمپ د چارشنبې په لومړیو ساعتونو کې تویت وکړ، چې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی دی او بایدن باید  د ولسمشرۍ دفتر ته د رسیدو ادعا ونکړي؛ ځکه قانوني پړاو اوس پیل شوی دی.

د ترمپ ټاکنیزې ډلې په څو ایالتونو کې د رای شمېرلو ځنډول غوښتي. پداسې حال کې، چې  بایدن ګټونکی دی.

محکمو لا دمخه یو شمېر هغه ننګونې رد کړي او کارپوهانو ویلي؛ دوی باور نلري، چې قضایي قوې به د رایو پر پایلو اغېزه وکړي.

Trending

Exit mobile version