سیمه ییز خبرونه
باید له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې یو شمېر امریکایي پوځیان پاتې شي
په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو يوه پخواني قومندان ويلي، اړتيا ده چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې يو شمېر امريكايي پوځيان پاتې شي. جنرال ستنلي مك كرستال وايي، كه څه هم طالبان دومره پياوړي نه دي، چې بېرته واك تر لاسه كړي، خو د هغه په وېنا، هغه څه ته چې افغانستان اړتيا لري، له دې هېواد سره د ژمنو او همكاريو ثبوت دى.
يوه پخواني امريكايي پوځي چارواكي له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو د حضور د وام غوښتنه وكړه، خو لا تر اوسه د كابل واشنګټن تر منځ د امنيتي سند برخليك نه دى معلوم.
په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو پخواني قومندان جنرال ستنلي مك كرستال له سي بي اس تلويزيوني شبكې سره مركه كې ويلي:
واشنګټن بايد يو شمېر امريكايي سرتېري د خپلې ژمنې د عملي كېدو او د افغانستان له خلكو سره د دوستي د ښكاره كولو لپاره په دې هېواد كې له ۲۰۱۴ كال څخه وروسته پرېږدي.
مک کرستال همدا راز د عراق اوسنى ناوړه حالت افغانستان ته يو خبردارى بولي.
نوموړی همدارنګه وایي، زه فكر كوم، چې د عراق وضعيت بايد يو خبردارى وي. دا وضعيت يو شان نه دى، خو زه فكر كوم، چې مونږ بايد له عراق څخه د يوه درس په توګه زده كړه وكړو، چې د اندېښنې وړ ده.
مک کرستال په 2010 كال كې وروسته په دې له خپلې دندې څخه ګوښه كړل شو، چې د امريكا د ولسمشر پر مرستيال جوبايډڼ او نورو امريكايي چارواكو يي نيوكې وكړې. هغه له رولنګ استون مجلې سره مركه كې دا نيوكې وكړې.